طالبانو د نورین ټلوېزیون موسس او څښتن محمد عارف نوري خوشې کړ

د نورین ټلوېزیون موسس او څښتن محمد عارف نوري

په افغانستان کې پر رسنیو د څارنې د خپلواک افغان مرکز په وینا طالبانو د نورین ټلوېزیون موسس او څښتن محمد عارف نوري خوشې کړ.

ښاغلی نوري د سې شنبې په ورځ وروسته له دوو ورځو خوشې شو. د نوري کشر زوی رومان نوري وایي چې طالبانو د یکشنبې په ماسپښین د دوی کور تلاشي کړ او د ده پلار یې ونیو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ویلی و چې د نوري توقیف د هغه له رسنیز له فعالیت سره ارتباط نه لري.

د ښاغلي نوري د نیول کېدو پېښه د افغانستان دننه د رسنیو یو شمېر فعالانو او له افغانستانه بهر د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې غندلې ده.

د یو شمېر فعالانو په وینا وروسته تردې چې طالبانو د اګسټ په پنځلسمه کابل نیولی دی لږ تر لږه یو دیرش خبریالان تر اوسه نیول شوي دي.