د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي روسیې ته ځي.
د ایران د ولسمشر ویاند علي بهادري جهرمي پرون په تهران کې رسنیو ته وویل: "ښاغلي پوتین د ایران ولسمشر ته بلنه ورکړې ده چې روسیې ته سفر وکړي، تمه ده چې د راتلونکې میلادي کال په پيل کې ښاغلی ولسمشر روسیې ته لاړ شي."
د ایران پخواني ولسمشر حسن روحاني د دوه زره اوولسم کال په مارچ کې روسیې ته سفر کړی و.
ابراهیم رئیسي چې یو سخت دریځی دی په اګسټ کې د روحاني پرځای د ایران جمهور رئیس شو.