شاعري، لیکوالي، موسیقي، تمثیل، مجسمه سازي او داسې هغه هنرونه دي چې د خلکو د ذهني ودې او فکري ویښتابه په موخه ترسره کېږي، خو د دې ترڅنګ انځورګري هم هغه هنر دی چې په ټولنه کې ناوړه کلتوري، ټولنیز او هر اړخیز دودونو ته د خلکو پام اړوي.
ډېری انځورګران په دې باور دي چې انځورګري هم لکه شعر، موسیقي، داستان او تمثیل په هنري ژبه د ټولنې د ناچاره، بې وزلو او لوېدلو غږ پورته کوي.
د هېواد ځوان انځورګر رفیع الله رسولي هم انځورګري د ناچارۍ او بې وزلۍ ګویا ژبه یادوي.
۲۴ کلن رسولي د غزني مقر ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې دا وخت د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي محصل دی.
له ښاغلي رسولي سره د ازادي راډیو خبریال مرکه کړې او په سر کې یې ورڅخه پوښتلي چې څنګه، څه وخت او ولې یې انځورګري پیل کړې ده؟
بشپړه مرکه د لاندې لینک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5