د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، له ترکي او قطري پلاوي سره دا هوکړه شوې چې د هوایي ډګرونو د مدیریت پر څرنګوالي به د تخنیکي ټیمونو خبرې دوام کوي.
دوی وایي، که دا خبرې پایله ورکړي، دوی به وکولی شي د هوایي ډګرونو فعالیت ۲۴ ساعته کړي.
د دغه وزارت ویاند امام الدین احمدي ازادي راډیو ته وویل، دوی دې ته هم ژمن دي چې د افغانستان د هوایي چلند د امنیت چارې دې یو نړیوال شرکت پر غاړه واخلي.
له ښاغلي احمدي سره د ازادي راډیو خبریال اسدالله لودین مرکه کړې او په پيل کې یې پوښتلی، له ترکي او قطري چارواکو سره یې کابل کې پر څه خبرې کړي دي؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5