د اسرائیل صدراعظم: د ايران د اټمي موافقې پر ضد نه‌يو، خو په نتيجه‌يې شک لرو

د اسرائیل صدراعظم نفتالي بېنېټ

د اسرائیل صدراعظم نفتالي بېنېټ وایي دی د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د یوې ښې اټمي موافقې پر ضد نه‌دی، خو دې ته د شک په سترګه ګوري چې په دې اړه به روانه اوونۍ په ویانا کې پیل شوې خبرې داسې یوه نتیجه ورکړي.

ښاغلي بېنېټ د اسرائیل پوځي راډیو ته نن سې شنبه وویل، بالاخره به یوه ښه معامله وشي، خو ایا اوس چې یو محرک حالت دی، د دې شي وخت رارسېدلی؟ هغه زیاته کړه نه، دا ځکه چې یوه سخت دریځ ته اړتیا ده.

اسرائیل له دې مخکې د نړۍ د قدرتونو او ایران ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون سره چې اوس د احیا لپاره خبرې بیا پیل شوي، مخالفت ښوولی و.

اسرائیل په سیمه کې خپل سخت دښمن ایران تورن کړی و چې د اټمي خبرو په پلمه د اټمي وسلو د جوړولو پروګرام مخ ته وړي. هغه تور چې تهران تل رد کړی دی.

د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د اټمي تړون د احیا لپاره د خبرو اتم دور پرون دوشنبه د اتریش په پلازمېنه وینا کې بیا پیل شو.