د هند د بالیووډ سینما مشهور ستوری سلمان خان مار چیچلی

د هند د بالیووډ سینما مشهور ستوری سلمان خان

د هند د بالیووډ سینما مشهور ستوری سلمان خان د مار له چیچلو وروسته شپږ ساعته په روغتون کې تېر کړل.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې سلمان خان ویلي چې د دوشنبې په ورځ د خپلې زوکړې د ۵۶مې کلیزې له لمانځلو مخکې دوه ځلې مار چیچلی دی.

سلمان خان زیاته کړې چې هڅه‌یې کوله مار ممبیي ته نږدې له خپل کوره وباسي چې دی یې وچیچه.

د هغه په خبره مار په مصون ډول ځنګله ته لېږدول شوی.

د هغې څېړنې له مخې چې تېر کال خپره شوې، په هند کې د مار چیچلو له امله هر کال شااوخوا ۵۸ زره کسان مري.