د امریکا ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۲ کال دفاعي بودجه چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې د ارزونې په اړه د یوه کمېسیون جوړېدو ته اجازه ورکوي، لاسلیک کړه.
دا کمېسیون به چې ۱۶ غړي لري، د امریکا د نږدې ۲۰ کلن پوځي حضور څرنګوالی، ګټې او کمزورۍ ارزوي.
امریکا ولې غواړي چې افغانستان کې خپل تېر مأموریت وارزوي او ایا دغه ارزونه به د افغانستان په اړه د امریکا پر راتلونکو سیاستونو او ستراتېژیو کوم اغېز وکړي؟
په همدې اړه د ازادي راډیو خبریال اسدالله لودین په افغانستان کې د ناټو له پخواني سلاکار او د سیاسي چارو له کتونکي شفیق همدم سره مرکه کړې او پیل کې یې پوښتلی چې امریکا د خپل مأموریت په ارزونې څه غواړي ترلاسه کړي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5
له شفیق همدم سره مرکه