د جرمني پولیس وایي، سږ کال ۱۱ زره ناقانونه کډوال یوازې د پولنډ پر سرحد دغه هېواد ته وراوښتي دي.
اروپایي ټولنه وایي، د بلاروس رژیم له خپلې خاورې په استفادې دغو کډوالو ته د اروپا د تګ زمینه برابره کړې ده.
دغو کډوالو کې چې د پولنډ له پولې اروپا ته اوړي، د منځنۍ ختیځ، افریقا او افغانستان اتباع شامل دي.
د جرمني پولیسو پرون دوشنبه یوه خبرپاڼه کې وویل، د دغو کډوالو شمېر اوس کم شوی.
د دوی د معلوماتو له مخې روانه ډسمبر میاشت کې یوازې ۴۷۰ تنه له دې لارې ورغلي، حال دا چې اکټوبر او نومبر میاشتو کې دا شمېر ۸ زره و.
د بلاروس له لارې اروپا ته د کډوالو د کموالي لامل د بلاروس په تګلاره کې بدلون ښودل شوی، هغه بدلون چې د اروپایي ټولنې تر پنځم پړاو بندیزونو وروسته رامنځته شوی دی.