د افغانستان-تاجکستان په پوله امنیتي وضعیت ته د ولادیمیر پوتین اندېښنه

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د افغانستان-تاجکستان په پوله امنیتي وضعیت ته اندېښنه څرګنده کړه.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې پوتین پرون دوشنبه له خپل سیال د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په غونډه کې دغه اندېښنه څرګنده کړه او ویې‌ویل چې دا هغه مسئله ده چې دی له ولسمشر سره پرې په دوامدار تماس کې دی.

پوتین پرون دوشنبه دغه اندېښنه داسې مهال څرګنده کړه چې روسیه پر وسلو او تجهیزاتو د تاجک ځواکونو د سمبالولو د لومړنۍ مرحلې د پای ته رسېدو خبر ورکوي.

د تاس اژانس په دوشنبه کې د روسیې د سفیر ایګور لیاکین فرالوف له قوله وایي چې ویلي یې دي، زغروال وسایط، تهاجمي وسلې او د «اس-۳۰۰» توغندیو یوه دستګاه په تاجکستان کې ځای پر ځای شوي دي. هغه ویلي چې روسیه او تاجکستان له نږدې د افغانستان وضعیت څاري.

د افغانستان له خاورې تاجکستان ته د سخت‌دریځو وسله‌والو نفوذ د مسکو یوه اصلي اندېښنه جوړوي.

روسیې په روانه میاشت کې اعلان وکړ چې په تاجکستان کې یې خپله پوځي اډه پر ۳۰ نورو ټانکونو سمباله کړې ده.