کابل کې چاودنې دوه طالب سرتېري ټپیان کړل

ارشیف، کابل کې د یوې چاودنې له سیمې څخه پورته شوي لوګي

په کابل کې نن یوې چاودنې دوه طالب سرتېري ټپیان کړل.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، چاودنه نن مازدیګر د څلورمې حوزې اړوند ګل سرخ څلور لارې سره شوې.

د وزارت مرستیال ویاند عاقل جان عزام رسنیو ته ویلي، ماین په یوه ګلدان کې ایښودل شوی و.

دا ماین داسې مهال چاودلی چې د طالبانو یو موټر له سیمې تېرېده.

سملاسي یې کومې ډلې مسؤلیت نه‌دی منلی، خو طالبانو له دې وړاندې دا ډول چاودنې داعش ډلې ته منسوبې کړې دي.