ټاکل شوې د ۲۰۱۵م کال اټمي تړون د بیا احیا لپاره له ایران سره مذاکرې نن په ویانا کې بیا پیل شي.
د اروپايي ټولنې د مذاکراتي هیئت مشرې انریکه مورا تېره اوونۍ د دغو مذاکرو د بیا پیل نېټه اعلان کړې وه.
هغې ویلي و چې مهمه ده د مذاکرو په اتم پړاو کې د کلیدي مسایلو او راروانو اقداماتو په اړه بحث او د امریکا له متحده ایالاتو سره له نږدې کار وشي.
دغه مذاکرې له تېر نومبر میاشتې راهیسې لږ پرمختګ لري.
د چین، بریتانیا، فرانسې، جرمني او روسیې ډیپلوماتانو په خبرو کې په مستقیم ډول برخه اخیستې ده، خو امریکا پهکې په غیر مستقیم ډول ونډه لري.
د ۲۰۱۵م کال د اټمي تړون له مخې د ایران د اټمي پروګرام د محدودېدو په بدل کې له تهرانه ځیني بندیزونه لیرې کړای شوي وو.
وروسته له هغې چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۸م کال کې له دغه تړون څخه د واشنګټن د وتلو اعلان وکړ، پر ایرانیې بېرته بندیزونه ولګول.
ایران په ځوابي اقدام کې د موافقې له شرایطو سرغړونه پیل کړه او د تړون خلافیې د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړ.