مدیترانې سمندرګي کې د ډوب شويو ۲۷ تنو مړي د لیبیا لوېدېځ ساحل کې وموندل شول

له پناه غوښتونکو بار کښتۍ

د هغو ۲۷ کسانو جسدونه چې اروپا ته په لار په مدیترانې سمندرګي کې ډوب شوي وو، د لیبیا په لوېديځ ساحل کې وموندل شول.

د لیبیا د سرې میاشتې پرونی راپور زیاتوي چې د دغو خلکو مړي د اوبو څپو ساحل ته رسولي.

د لیبیا سرې میاشتې ویلي چې دوه نور کډوال ژغورل شوي او د لټون عملیات روان دي.

ښايي د دوی کښتۍ د لیبیا سواحلو ته نږدې ډوبه شوې وي.

لیبیا چې له یوې لسیزې راهیسې د بې‌قانونۍ په جال کې ګیر ده، د هغو کډوالو لپاره یو له اصلي لارو ده چې د افریقا او منځني ختیځ له بې‌وزلۍ او کورنۍ جګړې څخه د ښه ژوند په هیله اروپا ته تښتي.

دغه مهاجر د قاچاقبرانو له‌خوا په وړو ربړي کښتیو کې د اروپا ساحلونو ته په خورا خطرناک سفر کې وړل کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنري وايي چې یوازې سږ کال یو نیم زر کسان په مدیترانه سمندرګي کې ډوب او مړه شوي.