د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډله نن له خپلو هندي سیالانو سره لوبه لري.
دا لوبه په دوبۍ کې ده چې د افغانستان په وخت به له غرمې مخکې په ۱۰ بجو پيل شي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې د دې لوبې ګټونکی ټيم تر ډېره پورې بل پړاو یا سیمي فاینل ته د تلو چانس ترلاسه کوي.
هوتک وویل: "افغان لوبډله به په بشپړ چمتووالي سره د هند پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي. دواړو ټیمونو له دوو لوبو یوه یوه ګټلې او دا لوبه ځکه مهمه ده چې په ګټلو سرهیې بل پړاو ته د تګ ډېر چانس ترلاسه کوي."
د ۱۹ کلنو نه د کمعمره ملي ټیمونو اسیايي جام لوبې په متحده عرب اماراتو کې د اتو لوبډلو په ګډون څو ورځې مخکې پيل شوي.
افغانستان یوه لوبه پاکستان ته بایللې او یوهیې له کوربه متحده عرب اماراتو نه په لوړ توپیر ګټلې.