جاپان د ۲۰۲۲ کال د چين المپیکي لوبې تحریم کړې

پیکنګ کې د چین المپیکې لوبې

جاپان هم د ۲۰۲۲ زېږدیزکال د چين المپیکي لوبې تحریم کړې.

جاپاني چارواکو ویلي، لوبغاړي یې د دې تحریم برخه نه دي، خو هېڅ جاپانی سیاستوال نه شي کولی چې د چين د المپیک په ژمنیو لوبو کې ګډون وکړي.

د لوبغاړو ترڅنګ یوازې د جاپان د المپیک کمېټې او پارا المپیک کمېټې مشران کولی شي، په دې سیالیو کې برخه واخلي.

له جاپان مخکې امریکا، انګلستان، کاناډا او اسټرالیا د ۲۰۲۲ زېږدیزکال د چين المپیکي لوبې تحریم کړې وې.