پاکستان: یوه سړي اعتراف کړی چې خپله پخوانۍ مېرمن یې وژلې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په پاکستان کې پولیس وايي، یوه سړي اعتراف کړی چې خپله پخوانۍ مېرمن یې وژلې ده.

د وجیهې سواتۍ په نوم دغه پاکستاني الاصله ښځه چې د امریکا د متحدو ایالاتونو تابعیت یې هم درلود، د اکتوبر میاشتې په نیمايي کې پاکستان ته تر رسېدو ورکه شوه.

هغې غوښتل له خپل مېړه، رضوان حبیب سره د جایدادونو پر سر ولاړه شوې لانجه حل کړي.

په راولپنډۍ کې د پولیسو یوه مشر ساجد کیاني نن یوه کنفرانس ته وویل، حبیب چې تېره اوونۍ د قتل په شک ونیول شو، اعتراف کړی چې خپله مېرمن یې راولپنډۍ ته له رسېدو سره سمه وژلې ده.

څېړونکو ویلي چې د دوی په باور مېرمن سواتۍ ښايي د جایداد پر سر د لانجې له کبله وژل شوې وي.