چارواکي: د سالنګ لویه لار د ټیلري موټرو پرمخ وتړل شوه

د سالنګ لویه لار

د سالنګونو د ساتنې او څارنې اداره وايي، د درنو واورو له کبله دغه لویه لار د ټېلري موټرو پرمخ وتړل شوه.

د دې ادارې عملیاتي مدیر، سمیع الله نن یکشنبه (د مرغومي ۵مه) ازادي راډیو ته وویل، په شمالي او جنوبي سالنګ کې له پرون راهیسې سخته واوره اوري: "موږ وتوانېدو د دوامدارې پاککارۍ له لارې د لویې لارې عبوري مسیر د ټرافیکو پرمخ پرانیزو. لاره د لویو موټرو پرمخ هم خلاصه ده، یوازې ټېلري موټر ورباندې تګ راتګ نه شي کولی."

ده ویلي، په جنوبي سالنګ کې څه باندې ۵۰ سانتي متره او په شمالي سالنګ کې څه باندې ۲۰ سانتي متره واوره اورېدلې ده.

چارواکي وايي، یوازې هغو موټرو ته پر سالنګ د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي چې د ژمي تجهیزات او د ټایرونو لپاره خاص ځنځیرونه ولري.