یوه ځانمرګي بریدګر د کانګو ډموکراټیک جمهوریت کې ۵ تنه ووژل

ارشیف

یوه ځانمرګي بریدګر تېره شپه د کانګو په ډموکراټیک جمهوریت کې لږ تر لږه ۵ تنه ووژل.

بریدګر غوښتل چې په بېني ښار کې یوه بار ته ننوځي او هلته د کرسمس لمانځوونکي په نښه کړي، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

د کانګو د حکومت له خبرپاڼې سره سم، د امنیتي ځواکونو له مخنیوي وروسته ځانمرګي بریدګر د بار مخته ځان والوزاوه او ۵ تنه نور یې هم ووژل.

په دې چاودنه کې ۱۳ تنه ټپیان شوي هم دي.

د کانګو د ډموکراټیک جمهوریت حکومت د برید تور پر متحدو ډموکراټیکو ځواکونو پورې کړی چې یوه وسله واله ډله ده او په سیمه کې د نورو بریدونو تور هم پرې لګېدلی دی.