د سعودي په مشرۍ ائتلاف یمن کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل

د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف ځواکونه

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف پرون شنبه(د مرغومي ۴مه) په ګاونډي هېواد یمن کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل.

دا عملیات وروسته له هغې پیلېږي چې له یمن څخه په توغول شوي توغندي په سعودي عربستان کې دوه کسان ووژل.

دا په وروستیو درېیو کلونو کې د حوثي یاغیانو له خوا چې ایران یې ملاتړ کوي، د خپل ډول له مخې لومړي قتلونه دي.

حوثي یاغیانو خبرداری ورکړی، که د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف خپل تجاوز- ونه دروي، له سختو عواقبو سره به مخامخ شي.

یمن کې له ۲۰۱۴میلادي کال راهیسې کورنۍ جګړه روانه ده چې په نړیواله سطحه په رسمیت پېژندل شوی حکومت په کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف په مرسته د هغو حوثي یاغیانو پر خلاف جنګېږي چې د شمال زیاتې سیمې یې په کنټرول کې دي.

په یمن کې تر اوسه د هغه څه له کبله چې ملګرو ملتونو د نړۍ تر ټولو ناوړه انساني بحران بللی، په لسګونو زره کسان وژل شوي دي.