مولوي شاه محمد شاهد د لویې څارنوالۍ سرپرست وټاکل شو

شاه محمد شاهد

مولوي شاه محمد شاهد د افغانستان د لویې څارنوالۍ سرپرست وټاکل شو.

د لویې څارنوالۍ په رسمي فېسبوک پاڼه کې لیکل شوي چې مولوي شاه محمد شاهد د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د حکم پربنسټ د لویې څارنوالۍ د سرپرست او د دغې ادارې د مالي او اداري چارو د مرستیال په توګه وګومارل شو.

په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلی شاهد د خپلې معرفۍ په مراسمو کې د وینا پرمهال ویلي: "اسلامي شریعت او قوانین به پر ټولو یوشان پلی کېږي او په دې برخه کې هېڅ ډول استثنا نشته."

د دې ترڅنګ د طالبانو سرپرست لوی څارنوال د دغې ادارې له ټولو پخوانیو کار کوونکو څخه غوښتي چې خپلو دندو ته حاضر شي.

د طالبانو نوي لوی څارنوال دغه شان ویلي چې دغه اداره به په خپلواک ډول خپلې چارې مخ ته یوسي.

څلور میاشتې کېږي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت خپل کار پیل کړی، خو طالبانو اوس د لویې څارنوالۍ لپاره خپل سرپرست معرفي کړ.

له دې وړاندې په جمهوري نظام کې ذبیح الله کلیم د دې ادارې مشر و.