په افغانستان کې د نفتي موادو سوداګر وایي، د دوی د وارداتي توکو پر سر لګول شوې لوړه تعرفه باید راټیټه شي.
دغو سوداګرو په کابل کې د سوداګرۍ خونې له چارواکو سره وکتل او غوښتنه یې وکړه چې د اسانتیاوو د برابرولو لپاره یې باید مسول چارواکي لاس په کار شي.
دغه سوداګر داسې مهال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له چارواکو سره د خپلو ستونزو په اړه ګوري چې اوس د افغانستان په ټولو ښارونو کې د نفتي موادو بيې له هر بل وخت لوړې شوي.
اوس مهال په کابل کې يو کيلو ګاز ۱۰۰ افغانۍ او يو ليتر پترول په ۷۹ افغانيو پلورل کيږي.