طالبان وايي چې له قطر او ترکیې سره یې د کابل او څو نورو هوايي ډګرونو د چارو د سمبالولو په اړه خبرې دوام لري.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې له دواړو خواوو سره د دوی خبرې روانې دي، خو تر اوسه کومې پایلې ته لا رسېدلي نه دي.
د پنجشنبې په ورځ د ترکیې انادولو دولتي خبري اژانس راپور ورکړ چې د کابل د هوايي ډګر د چارو د سمبالولو په اړه د ترکیې او قطر ترمنځ د تفاهم سند لاسلیک شو.
د دغه سند پر اساس، د دواړو هېوادونو کمپنۍ به د مساوي شراکت پر اساس د کابل د نړیوال هوايي ډګر د سمبالولو په چارو کې همکاري کوي.
د دواړو خواوو ترمنځ له موافقې وروسته د دوی او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شوې چې د ښاغلي مجاهد په وینا تراوسه پورې نهايي شوي نه دي.