طالبان: د کانونو له ناقانونه استخراجوونکو سره به سخت چلند وشي

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور ګواښ کړی چې د کانونو له ناقانونه استخراجوونکو سره به سخت چلند وشي.

هغه دا ګواښ پرون د کانونو د داوطلبۍ په یوه غونډه کې کړې ده: "که دغه کسان ونیول شي د دوی ماشینري به هم ټوله ضبطیږي دوی به بګرام یا پلچرخي ته استول کېږي. دوی ته به هغه جزا ورکوو چې په ټول عمر چا نه وي ورکړي ځکه دا خاین ملي دی او خاین اسلامي دی."

دلاور په دې غونډه کې تایید کړه چې دوی ته د ور رسېدلو راپورونو پر اساس ځینو سیمو کې لا هم کانونه په پټه او ناقانونه توګه استخراجیږي.

د طالبانو تر واکمنېدو دمخه بیا د وخت حکومت تل طالبان ګرم بلل چې تر خپلو ولکو لاندې سیمو کې یې د کانونو ناقانونه او غیرمسلکي استخراج ته زمینه برابره کړې ده.