په بنګله دیش کې یوې لویې کښتۍ اور اخیستی چې له امله یې ۳۹ تنه وژل شوي او ۷۲ نور ټپیان دي.
پېښه نن سهار وختي د دغه هېواد په جنوب کې شوې.
چارواکو ویلي، په ام وي اویجان نومې کښتۍ کې شااوخوا اته سوه مسافر ناست وو.
د اور وژنې یوه مسوول کمال الدین بهویان ویلي چې اور په ماشین خونه کې لګېدلی وو او تقریباً دوه ساعته وخت یې ونیوه چې مهار شي.
د اور لګېدنې په وخت ګڼو کسانو ځانونه د کښتۍ له پاسنیو پوړونو لاندې اوبو ته اچول.
ښايي د مړینو شمېر زیات شي ځکه له ۷۲ ژوبلو نه هم د ځينو وضعه ښه نه ده.