د قطر او ترکیې ګډ پلاوی د ۵ هوایي ډګرونو په اړه طالبانو سره غږیږي

د کابل هوايي ډګر

د قطر او ترکیې یو ګډ پلاوی په کابل کې دی او د افغانستان د پنځو هوایي ډګرونو د تخنیکي کنټرول او مدیریت په اړه له طالبانو سره خبرې کوي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې دا پلاوی پرون پنجشنبه کابل ته را رسېدلی دی.

د دغه وزارت ویاند امام الدین احمدي ازادي راډیو ته وویل، هیلې شته چې دا خبرې پایله ورکړي او دواړه لوري هوکړو ته سره ورسېږي: "زموږ د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له تخنیکي ټیم سره به خبرې کوي. خبرې به د میدانونو، هوایي حریم، ګرونډ هنډلینګ او یو شمېر نورو تخنیکي مسایلو د قراردادونو په اړه وي، امید شته چې مثبتې نتیجې ته به سره ورسیږو."

له دې وړاندې د ترکیې دولتي اژانس انادولو راپور ورکړی و چې د دوی او قطر ګډ پلاوی د هوایي ډګرونو په اړه له یوې وړاندیز شوې طرحې سره کابل ته ځي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د کابل، هرات، کندهار او مزار شریف د هوایي ډګرونو فعالیتونه ټکني شوي او له افغانستان سره نړیوالې سوداګریزې الوتنې هم پخواني حالت ته نه دي راغلي.