کابل کې یوه ډله مېرمنې وايي، طالبانو یې د مظاهرې مخه نیولې وه

ارشیف، کابل کې ځینې مېرمنې او یو تن وسله وال طالب

په کابل کې یوه ډله ښځې چې ځان د مبارزو ښځو د خود جوشه خوځښت غړي بولي وایي، طالبانو یې پرون پنجشنبه د مظاهرې مخه ونیوله.

له دې ډلې لینا احمدي ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو مسولو چارواکو د مظاهرې تنظیموونکو ته خبرداری ورکړی چې ممکن پر مظاهرې یې برید وشي او دوی یې امنیت نه شي تضمینولی.

نوموړې وايي: "طالبان د مظاهرې له اطلاعیې خبر شول، هغو کسانو ته چې اطلاعیه کې يې شمېرې او نومونه وو او د مظاهرې تنظیموونکي وو، زنګ وواهه او ورته یې وویل چې تاسو نه شی کولی چې هېڅ ډول اعتراضي پروګرام ولرئ."

دا مېرمنې وایي چې دوی غوښتل د بې کارۍ او بې وزلۍ لپاره مظاهره وکړي.

ازادي راډیو وغوښتل چې په دې اړه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نظر ولري، خو د دغه وزارت ویاند سعید خوستي وویل چې د موضوع په اړه لا بشپړ معلومات نه لري.

طالبانو له دې وړاندې ویلي، هرې هغې مظاهرې ته اجازه ورکوي چې مخکې له مخکې یې له دوی سره همغږي وشي او کره وخت او ځای یې معلوم وي.