یونېسف: د کرونا ضد ۲ میلیونه ډوزه واکسین کابل ته رسیدلی

ارشیف، د کابل هوايي ډګر کې د کرونا ضد واکسین

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ دفتر (یونېسف) وایي، د کرونا ضد دوه میلیونه ډوزه واکسین کابل ته رسیدلی دی.

یونیسف پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د جانسن اېنډ جانسن شرکت دا واکسین د امریکا، اتریش او ایټالیا د سخاوتمندانه مرستو د پروګرام پر بنسټ افغانستان ته ورکول شوی دی.

دا واکسین داسې مهال کابل ته رسېږي چې په نړۍ کې د کرونا ویروس نوې بڼې (اومېکرون) اندېښنې زیاتې کړي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تراوسه د کرونا د تازه پېښو شمېرې نه دي خپرې کړي، خو د یوه نړیوال وېب سایټ ولدرو میترز شمېرې ښيي چې تر اوسه څه باندې ۱۵۷ زره افغانان په کرونا اخته شوي او څه باندې ۷۳۰۰ ترې مړه شوي دي.