امریکا:که روسیه پر اوکراین یرغل وکړي، بندیزونه به پرې ولګیږي

د روسیې او امریکا ګډ بیرغونه

د امریکا متحدو ایالاتونو ویلي، که روسیه پر اوکراین یرغل وکړي، دا اقدام به یې د لویدیځ د بندیزونو له سزا سره مخامخ شي.

د متحدو ایالاتونو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، د روسیې له دې کار سره به ناټو له کیف سره پوځي مرستې زیاتې او روسیې ته نژدې به د ځواکونو شمېر ډېر کړي.

د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې د دغه امریکایي چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی یاد کړی ویلي، که روسیه داسې کار وکړي د دوی او متحدانو له داسې اقدام سره به مخامخه شي چې اقتصاد به یې ونړوي.

روسیې د اوکراین پولې ته نژدې شااوخوا یو لک پوځیان ځای پر ځای کړي، امریکا دا کار احتمالي یرغل ته چمتوالی بللی دی، خو روسیې ویلي، داسې کوم پلان نه لري.