د افغانستان د هندوانو او سېکهانو استازو د طالبانو لوړپوړو چارواکو سره ولیدل

د طالبانو د رئیس‌الوزرا سیاسي مرستیال سره د افغان سېکهانو او هندوانو لیدنه

د افغانستان د هندوانو او سېکهانو استازو نن په کابل کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره کتلي.

د طالبانو یوه ویاند محمد نعیم او د دوی له‌خوا د ارګ په نوم نوې جوړه شوې پاڼه کې د نننۍ لیدنې عکسونه او جزئیات خپاره شوي.

محمد نعیم لیکلي چې د طالبانو د رئیس‌الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر د هندوانو او سېکهانو استازو ته ډاډ ورکړی چې امنیتي ادارې به په ټولو ولایتونو کې د دوی امنیت ونیسي.

په دې لیدنه کې د هندوانو او سېکهانو د شورا استازو چې مشري یې د دوی د پارلمان پخواني استازي نرېندر سنګهـ خالصه کوي له طالبانو غوښتي چې د هندوانو او سېکهانو د غصب شویو کورونو او ځمکو په ورستنولو کې مرسته وکړي.

د طالبانو د بیا واکمنېدو په لومړیو ورځو کې د نرېندر سنګهـ خالصه په شمول ګڼ هندوان او سېکهان له افغانستانه هند ته تللي.

څرګنده نه‌ده چې خالصه او د هندوانو او سېکهانو ځیني مشران موقتاً افغانستان ته راستانه شوي که څنګه.