پوتین له لوېدیځ وغوښتل چې روسیې ته د 'سمدستي' امنیت تضمین ورکړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوېدیځ وغوښتل چې روسیې ته د "سمدستي" امنیت تضمین ورکړي.

هغه د سکای نیوز خبریال ته د یوې پوښتنې په ځواب کې لوېدیځ مخاطب کړ او ویې‌ویل: "تاسو (لوېدیځوال) باید موږ ته (امنیتي) تضمین راکړئ. له هېڅ ځنډ پرته! همدا اوس."

پوتین دا خبره نن په خپل کلني کنفرانس کې داسې وخت وکړه چې د اوکراین له پولو سره نږدې د لسګونه زره روسي پوځیانو ځای پر ځای کېدو لوی کړکېچ رامنځته کړی.

ولسمشر ولادیمیر پوتین د غوښتنو هغه لېست ته هم اشاره وکړه چې روسي چارواکو دا میاشت د اروپا د امنیتي پالېسیو او حکومتوالۍ په ارتباط مطرح کړی.

روسیې د اوکراین له پولې سره په لسګونه زره سرتېري ځای پر ځای کړي او دا هېواد د داسې امنیتي ضمانتونو غوښتنه کوي چې پر اساس‌یې ناټو له پراختیا منع کېږي او پر دې تړون د پخواني شوروي د نفوذ په ساحه کې پر فعالیتونو سخت محدودیتونه لګول کېږي.