ډېبرا لاینز افغانانو سره د امریکا د مرستو وروستی اقدام ستایلی 

دېبورا لاینز

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډېبرا لاینز له افغانانو سره د بشري مرستو په هدف د امریکا د حکومت وروستی اقدام ستایلی دی.

د امریکا د خزانې وزارت له افغانستان سره د بشري مرستو د زیاتېدو لپاره تازه یو شمېر جوازونه او کړن لارې اعلان کړي.

په دې اړه د امریکا د حکومت له خوا جوړه شوې مسوده هم بېګا د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې تصویب شوه.

ډېبرا لاینز زیاته کړې چې اوس به د ملګرو ملتونو سازمان او بشرپاله متحدین یې له هغو سره چې اړمن دي په پراخه کچه د مرستو د ترسره کولو جوګه وګرځي.

لاینز امریکا ته د وروستي اقدام شاباسی ورکړی.

د امریکا د خزانې وزارت د وروستي اقدام په اړه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ هم ټوېټ کړی.

هغه ویلي چې د خزانې وزارت په افغانستان کې د بشري کړکېچ د هواري لپاره ۳ نوي عمومي جوازونه ورکړل.

د ده په خبره دغه جوازونه به اوسنیو صلاحیتونو کې پراختیا راولي چې نړیوال او ځواب ورکوونکي سازمانونه وتوانیږي چې د ژوند-ژغورنې د مرستو او نور ملاتړ پراخې بڼې (لکه روزنې، غیرسوداګریزې پرمختیا) برابرې کړي.