امریکا ځانګړي جوازونه صادروي څو نړیوالې مرستې افغانستان ته واستول شي

د امریکا د خزانې وزارت

د امریکا خزانې وزارت اعلان وکړ چې ځانګړي جوازونه صادروي، څو دا ډاډ ترلاسه کړي چې یو شمېر نړیوالې مرستې افغانستان ته چې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی، واستول شي.

د متحد ایالاتونو خزانې وزارت پرون چهارشنبه (د مرغومې ۱) وویل، دا جوازونه به د متحدایالاتونو حکومت او نړیوالو سازمانونو ته لار پرانیزي چې د افغانستان دننه فعالیت وکړي او د بندیزونو سربېره له خلکو سره مرستې وکړي.

د دې جوازونو له مخې بهر میشتې افغانان د حوالې له لارې خپلو کورنیو ته چې په افغانستان کې ژوند کوي پیسې استولی شي.

د خزانې وزارت مرستیال والي اډیمیمو په یوه بیان کې وویل: "موږ ژمن یو چې د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړو، خو له بده مرغه د افغانستان اقتصاد له سخت ګواښ سره مخامخ دی."

مخکې تر دې چې طالبان د اګسټ په پنځلسمه کابل ونیسي د افغانستان د حکومت اتیا په سلو کې بودجه نړیوالې ټولنې تمویلوله او د راپورونو له مخې سږکال به د افغانستان بودیجه دیرش فیصده ټیټه شي چې له دې سره به بشري بحران نور هم ژور شي.