د کُرمې ۶ قومونو پرلت وهلی او د ټل او پاړه چنار لاره یې بنده کړې

ارشیف، کُرمه ایجنسۍ

د کُرمې شپږو قومونو اعتراضي پرلت وهلی دی. د منګلو، خروټو، ځدراڼو، مقبلو، غلزیو او ځاځیو قومونو د ټل او پاړه چنار لاره بنده کړې ده.

دوی د یو شمېر قومي تړونونو د پلي کېدو ترڅنګ دا غوښتنه لري چې له افغانستان سره دې ټرانزیټي لارې پرانېستل شي.

د پرلت وهونکو یوه مشر ملک منور خان د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل: "دا لاره به تر هغو بنده وي چې موږ کومې غوښتنې کړي دي هغه ومنل شي، که نه تر هغو به پردې لاره اعتراض روان وي."

د کُرمې د شپږو قومونو اعتراض نژدې میاشت مخکې پیل شوی و، خو کله چې د دوی غوښتنې ونه منل شوې دا اعتراضونه پسې پراخ شول او د پاکستان حکومت اوس ویلي دي چې خبرې به ورسره وکړي.