د قزاقستان یوې محکمې د دوو روسي وګړو په ګډون ۱۳ کسان په زندان محکوم کړل

قزاقستان کې په انساني قاچاق د تورنو کسانو د محاکمې بهير

د قزاقستان په چیمکند ښار کې یوې محکمې د دوو روسي وګړو په ګډون ۱۳ کسان د انساني قاچاق د قضیې په تړاو په زندان محکوم کړل.

د محکمې قاضي پرون دغه ۱۳ کسان چې ۹ تنه ښځې هم په‌کې شاملې وې، له ۱۵ میاشتو تر ۱۴ کلونو په بند محکوم کړل.

دا اقدام وروسته تر دې کېږي چې دغه کسان ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰م کلونو پر مهال بحرین ته د قزاقستان د لسګونو ښځو په قاچاق کې د لاس لرلو او د دې قاچاق د تنظیم په تور مجرم وپېژندل شول.

ویل شوي چې دغه ښځې په بحرین کې بدلمنۍ ته مجبوره کېدلې.

د دغو کسانو محاکمه په مې میاشت کې د تړلو دروازو تر شا پیل شوې وه.