ابومسلم لوبډلې په فراه کې د فوټبال سیالیو اتلولي وګټله

ارشیف؛ د فوټبال د سولې ټورنمنټ

ابومسلم لوبډلې په فراه کې د فوټبال سیالیو اتلولي وګټله.

د بدني روزنې او ورزش ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د دې سیالیو په پایلوبه کې ابومسلم او بختور لوبډلې سره مخامخ شوې چې ابومسلم لوبډلې وکولای شو، دوه د صفر پر وړاندې خپلې سیالې لوبډلې ته ماته ورکړي او د سیالیو اتله لوبډله شي.

د دې لوبو د جوړولو هدف د فوټبال وده او د ولایتونو ترمنځ د سیالیو لپاره د غوره لوبغاړو انتخابول ښودل شوي دي.

په فراه کې د فوټبال دا لوبې چې دوه اوونۍ مخکې د ۱۲ لوبډلو په ګډون پیل شوې، نن سهار پای ته ورسېدې.