د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې یو قومي مشر وژل شوی

د افغانستان په نقشه کې د کندز ولایت

د کندز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې یو قومي مشر د چړې په ګوزارونو وژل شوی دی.

یوې باورې سیمه ییزې سرچینې نن چهارشنبه د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د ښایسته محمد طوطاخېل په نوم دغه قومي مشر تېره شپه د کندز د چهاردرې ولسوالۍ پُل ساحې ته څېرمه د نامعلومه کسانو له خوا وژل شوی دی.

د دغه قومي مشر خپلوان وايي چې دوی له چا سره شخصي دښمنې نه درلوده او د دې قتل انګېزه معلومه نه ده.

د کندز سیمه ییز چارواکي دغه پېښه تايیدوي او زیاتوي چې اړوندو امنیتي ارګانونو په دې تړاو خپلې پلټنې پیل کړي دي.