د ملګرو ملتونو په یوه افشا شوي سند کې ویل شوي چې دا اداره په افغانستان کې د خپل امنیت د ساتنې لپاره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته د نژدې ۶ میلیونه ډالره ورکولو وړاندیز کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه وزارت سرپرست د امریکا او ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل دی.
رویټرز خبري اژانس چې دا پټ سند یې لیدلی وايي چې ملګرو ملتونو وړاندیز کړی چې دا پیسې به راتلونکی کال د هغو طالب ساتونکو د میاشتنۍ تنخواه په توګه ورکوي چې په کابل کې د ملګرو ملتونو پر دفتر پیره کوي.
د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق په دې اړه د رویټرز خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې لیکلي: "ملګري ملتونه مکلف دي چې په هغو هېوادونو کې چې کار کوونکي یې د ناامنۍ په شرایطو کې کار کوي، د کوربه هېواد ظرفیت پیاوړی کړي او د اړتیا په صورت کې یې بشپړوونکی وي."
ده د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته د ساتونکو په خاطر د نژدې ۶ میلیونه ډالرو د ورکړې خبره رد نه کړه.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، څو شنونکو ویلي چې د ملګرو ملتونو له لوري د پیسو د ورکړې دا وړاندیز یو لړ پوښتنې راپورته کوي چې ایا دا کار خو به د طالبانو او د هغوی پر مشرانو د امریکا او ملګرو ملتونو له بندیزونو سره په ټکر کې نه وي؟