ترکیې له افغانستانه د کډوالو د بهیر په ورماتېدو اندېښمنه ده

ترکیه کې افغان کډوال

ترکیې له افغانستانه د کډوالو د بهیر ورماتېدو ته اندېښنه ښکاره کړه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون په پلازمېنه بوداپست کې د څلورو اروپایي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو یوې غونډې ته وویل: "ما خپلو همکارانو ته دا مساله ډېره ښه روښانه کړه چې موږ باید تدریجي یو ارتباط ټینګ کړو، په افغانستان کې د طالبانو له مشرانو سره یو ارتباط څو د کډوالو د ستر موج مخه ونیسو."

په دې غونډه کې د ترکیې ترڅنګ د کوربه هېواد هنګري، چک، پولنډ او سلواکیا د بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې وه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې هېواد یې تر اوسه پر کډوالو څلویښت میلیارډه ډالر لګولي دي.

وروسته تردې چې طالبانو کابل نیولی دی د ایران له لارې ګڼ افغان کډوال ترکیې ته تللي دي او غواړي چې اروپایي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.