امریکا او روسیه به د مسکو پر امنیتي وړاندیزونو خبرې پیل کړي

د امریکا او روسیې ګډ بیرغونه

امریکا او روسیه به غالباً د مسکو پر امنیتي وړاندیزونو خبرې پیل کړي.

تمه ده چې د اوکراین په اړه به بحث وشي، ځکه چې پر اوکراین د روسیې احتمالي برید ته اندېښنې په زیاتیدو دي.

د اروپا او یوروایشیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال کارین ډان فروېډ د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې هیلمن دی دا خبرې په جنوري کې وشي.

سپینې ماڼۍ تردې مخکې ویلي و چې د اوکراین پرسر د کړکېچ په خاطر د روسیې د خبرو اترو د پیلېدو وړاندیز یې لیدلی او د دې لپاره له خپلو اروپایي متحدانو سره په سلا مشورو ده.

روسیې په وروستیو کې د دوو امنیتي تړونونو یوه لایحه خپره کړه چې په کې یې له ناټو سره د اوکراین او د شوروي اتحاد د پخوانیو جمهوریتونو له یوځای کېدو سره مخالفت کړی دی؛ همدا راز یې په اروپا کې د ناټو د پوځي حضور د محدویت غوښتنه کړې ده.