جاپان افغانستان سره د شااوخوا سل میلیونه ډالرو په ارزښت مرسته کوي

ارشیف، د بدخشان له بې ځایه شویو سره شوې مرسته

د جاپان حکومت پرېکړه کړې ده چې له افغانستان سره د شااوخوا سل میلیونه ډالرو په ارزښت مرسته وکړي.

نژدې څلور میاشتې کېږي چې طالبانو کابل نیولی دی او له دې را وروسته د افغانستان اقتصاد له ډېر بد وضعیت سره مخامخ شوی دی.

د راپورونو له مخې د افغانستان دننه شپېته فیصده خلکو ته بشپړ خواړه نه رسېږي په ورته وخت کې وچکالي ده او د کرونا وبا هم په دغه هېواد کې خپره ده.

له نژدې دوو اونیو راهیسې افغانۍ د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت لږ ډېر له لاسه ورکړی دی چې د کابل په بازارونو کې د یو امریکایي ډالر ارزښت تر سل افغانۍ اوښتی دی او له دې سره د خوراکي موادو بیې لوړې هم شوې دي.

د جاپان د حکومت په مرسته به بې وزله افغانانو ته خواړه چمتو شي او د څښاک د اوبو غم به یې وخوړل شي. همدا راز به په روغتیایي برخه کې استفاده ترې وشي.

جاپان غواړي چې دا مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو د پروګرام او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق په شمول د ۱۶ نړیوالو موسسو په همکارۍ اړمنو خلکو ته ورسوي.

د جاپان د حکومت په مرسته به بې وزله افغانانو ته خواړه چمتو شي

د اګسټ له پنځلسمې را وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی دا دوهم ځل دی چې جاپان له افغانستان سره مرسته کوي، تردې مخکې توکیو د اکتوبر په میاشت کې نژدې شپیته میلیونه ډالر بیړنۍ مرسته له افغانانو سره کړې وه.

د جاپان حکومتي چارواکي وایي چې هېواد به یې د افغانستان له خلکو سره بیا هم مرستې وکړي او د اوس لپاره هڅې کوي چې په افغانستان او شااوخوا سیمه کې د ثبات په راتګ کې مرستندوی شي.