د افغاني سرې میاشتې ټولنه د چین هېواد له خوا له دغې ټولنې سره د څلور کانټینره طبي وسایلو له مرستې خبر ورکوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند نور اغاز صاحبزاده نن سې شنبه (د لېندۍ ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل، دغو مرسته شوېو توکو کې د اکسری ماشینونه، د ټلوېزیوني معایناتو ماشینونه، د زړه ګراف ماشین، د فشار الې، د جراحي وسایل او د غاښونو جوړولو وسایل شامل دي.
ښاغلی نور اغا وایي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یادې ادارې سره دا د چین درېیمه جوپه مرسته ده.
خو نوموړي په دې اړه جزئیات ورنه کړل چې له یادو وسایلو به په کومو روغتیايي مرکزونو کې ګټه واخیستل شي؟