چین د روسیې په ملاتړ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا له خوا وړاندې شوې د یوه پریکړه لیک مسوده رد کړه.
دغه پرېکړه لیک د یوه مېکانېزم له لارې له افغانستان سره بشري مرستې له هغو اقتصادي بندیزونو څخه چې امریکا پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته لګولي، استثنا کولې.
یوه ډپلوماټ چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، فرانس پرېس اژانس ته ویلي چې چینایانو د دغه پرېکړه لیک د مسودې په متن کې د یوه مورد د لېرې کولو غوښتنه کوله.
د راپور له مخې په دغه مورد کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له کمېټې غوښتنه شوې چې افغانستان ته د زیاتو مرستو رسولو د اړتیا په صورت کې دې له کنګل شوېو پانګو څخه معافیتونو ته اجازه ورکړي.
یوه بل ډپلوماټ هم د خپل نوم نه ښودلو په شرط دې اژانس ته ویلي، چین چې په اصولو کې د امریکا له بندیزونو سره مخالف دی، قضیه په قضیه یا په تدریجي ډول یې د لګول شوېو بندیزونو له لېرې کېدو سره یې مخالفت کاوه.
په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر ژانګ جون پرون په یوه ټویټ کې لیکلي چې بشري او حیاتي مرستې باید له کوم خنډ پرته افغانستان ته واستول شي او د ده په وینا د مصنوعي شرطونو یا محدودیتونو ایجادول ورته د منلو نه دي.
ډپلوماتیکو سرچینو ویلي چې واشنګټن هیله من و چې وړاندې شوې د پرېکړه لیک مسوده به یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نورو ۱۴ غړیو له خوا ومنل شي، څو نن سې شنبې عمومي رایی ګیري ته وړاندې شي.
تردې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و چې متحده ایالات په دې باور دی چې په افغانستان کې د ژمي په راتلو سره بشري وضعیت ډېر خراب دی او واشنګټن د ملګرو ملتونو له ادارو سره پردې کار کوي چې له کومو لارو کیدای شي چې د افغانستان له اقتصاد سره د مرستو او نغدو پیسو مرستې وشي.
ښاغلي پرایس دغه راز د سیمې او پر نژدې هېوادونو هم غږ وکړ چې په افغانستان کې د ستونزو د هوارولو لپاره زیات څه ترسره کړي.