د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي، پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ پر رسنیو د پام وړ اغېز کړی دی.
دوی د یوې سروې پر اساس ویلي چې په هرو لسو رسنیزو بنسټونو کې څه باندې څلور هغه یې تړل شوي او شپېته په سلو کې خبریالان او د رسنیو کار کوونکي بې کاره شوي دي.
دا سروې همدې بې پولې خبریالانو او د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې له خوا شوې چې پایلې یې پرون دوشنبه خپرې شوې.
په سروې کې ویل شوي، د طالبانو په راتګ د رسنیو ۸۴ فیصده ښځینه کار کوونکو خپلې دندې پریښي چې ورسره رسنیزه فضا تر ډېره د ښځو له ونډې تشه شوې ده.
د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي، د تېر اوړي پرمهال افغانستان کې ۵۴۳ رسنیز بنسټونه فعال و چې اوس یې یوازې ۳۱۲ فعالیت کوي.
طالبانو د بې پولې خبریالانو د راپور په اړه لا تبصره نه ده کړې، خو له دې وړاندې يې له خپله اړخه د رسنیو او بیان ازادۍ د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.