ملګري ملتونه: پاکستان کې افغان ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کېږي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري یا 'UNHCR' وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو ماشومانو ته هم د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین روان دی.

د 'UNHCR' د پاکستان څانګې پرون په یوه ټویټ کې د پنجاب ایالت د ګجرات په یوه مرکز کې افغان ماشومانو ته د واکسین ورکولو د بهیر عکس خپور کړی دی.

د دې ادارې په وینا، په پام کې د پاکستان په ۱۵۶ ولسوالیو کې تر ۴۰ میلیونو ډېرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازېني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس لا په‌کې پاتې دی.