په کابل کې د اسلامي پوهنتون لسګونه زده‌کوونکو اعتراض

کابل کې اسلامي پوهنتون

په کابل کې د اسلامي پوهنتون لسګونه معترضو زده‌کوونکو او فارغانو نن د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې دې پوهنتون ته رسمیت ورکړي.

دوی نن د یوې مظاهرې په ترڅ کې ویل چې اسلامي پوهنتون له پنځو کلونو راهیسې بې‌برخلیکه دی او د لوړو زده‌کړو له وزارت څخه‌یې وغوښتل چې دې پوهنتون ته د فعالیت رسمي جواز ورکړي څو د دوی برخلیک روښانه شي.

معترضانو په خپلو شعارونو کې ویل، جمهوریت زموږ غم ونه‌خوړ، نو موږ له امارت څخه غواړو چې دا کار وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دولتي پوهنتونونه بند شوي، خو خصوصي پوهنتونونه، نجونو او هلکانو ته د جلا ټولګیو په جوړولو سره خپل فعالیت ته دوام ورکوي.