د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک هرمز تنګي کې پوځي تطبیقات پیل کړل

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک پوځي تطبیقات

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک، د دې هېواد په جنوب کې پنځه ورځني پوځي تطبیقات پیل کړي دي.

د ایران د دولتي ټلوېزیون د راپور له مخې د سپاه هوايي، ځمکنیو او سمندري ځواکونو نن د لیندۍ په ۲۹مه په هرمز تنګي کې ګډ پوځي تطبیقات پیل کړل.

دا تطبیقات داسې مهال پیلېږي چې په ویانا کې له پیاوړو هېوادونو سره د ایران د اټمي موافقې د احیا په مقصد خبرې ځنډېدلي او اسرائیلو ګواښ کړی چې د ایران د اټمي پروګرام پر ضد به یو اړخیز اقدام وکړي.

د نیمه دولتي خبري اژانس مهر د خبر له مخې د سپاه جګپوړي قوماندان غلام علي رشید ګواښ کړی چې د ایران پر ضد د اسرائیلو هر راز اقدام ته به سخت ځواب ورکړل شي.

رشید ویلي چې ایراني ځواکونه به پر ټولو هغو مرکزونو او اډو چې پر ایران یرغل ترې کېږي، که پر ځمکه وي که په هوا کې بې‌ځنډه برید وکړي.

نوموړی زیاتوي چې ایران ته د اسرائیلو له لوري هر راز ګواښ د امریکا له موافقې پرته ممکن دی.