په فیلیپین کې د سخت توپان له امله د مړو شمېر تر ۲۰۰ تنو واوښت

ارشیف؛ فیلیپین کې توپانونه

ارشیف؛ فیلیپین کې توپانونه

په فیلیپین کې د سخت توپان له امله د مړو شمېر تر ۲۰۰ تنو واوښت.

چارواکو نن وویل چې تر اوسه ۵۲ کسان لادرکه دي او له یو شمېر ولایتونو او مرکزي ښارګوټو سره اړیکې پرې شوي.

د فيلیپین د ملي پولیسو په وینا لږ تر لږه ۲۰۸ کسان وژل شوي او ۲۳۹ نور ټپیان دي.

لیرې پرتو سیمو ته د بېړنیو خدمتونو د ادارې کارکوونکي رسېدلي او وېره‌یې ځي چې د تلفاتو شمېر لاپسې لوړ شي.

دغه توپان د جمعې په ورځ د ډسمبر په ۱۷مه په فیلیپین کې پيل شو.

ډېری کسان د ونو د راغورځېدو، د دېوالونو د نړېدو، په سېلابونو کې د ډوبېدو او د ځمکې ښويېدنې له امله مړه شوي دي.