یونېسف: د افغان ماشومانو لاسنیوي کې ځنډ ښايي د ډېری ماشومانو د مرګ سبب شي

افغان بې‌وزله ماشومان 

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د ژمي پر مهال د افغان ماشومانو په لاسنیوي کې ځنډ، ښايي د ډېرو ماشومانو د مړینې سبب شي.

د یونېسف د جنوبي اسیا څانګې پرون په یوه ټویټ کې له مرستندویو هېوادونو او سازمانونو غوښتنه کړې چې په دې برخه کې د مرستې لپاره همدا اوس لاس په کار شي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د افغانستان څه باندې نیمايي وګړي چې په هغوی کې ۱۲،۹ ملیونه ماشومان شامل دي، عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.