پاکستان: امریکا دې د افغانستان د خلکو او طالبانو حساب جلا وګڼي

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، امریکا دې د افغانستان د خلکو او طالبانو حساب جلا وګڼي او د دغه هېواد بشري ناورین په پام کې ونیسي.

خان دا خبره نن په اسلام اباد کې د 'او. ای. سي' یا د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو فوق العاده غونډې ته وکړه چې هدف یې د افغانستان روان بشري ناورین ته د حل لارو لټول دي.

عمران خان زیاته کړه: "زه په خاصه توګه امریکا مخاطبومه چې باید د طالبانو حکومت او د څلوېښتو میلیونو افغانانو حساب جلا کړي. که څه هم دوی ( امریکا ) له طالبانو سره تېر شل کاله جګړه وکړه، خو دا د افغانستان د خلکو مساله ده. څلوېښت میلیونه انسانان. نو ځکه ډېره مهمه ده چې باید سمدستي اقدام وشي. موږ باندې هسې هم ناوخته شوې."

د طالبانو په بیا واکمنېدو له افغانستان سره ګڼې بهرنۍ مرستې ودرېدې او د دغه هېواد نږدې لس میلیارده ډالره شتمني کنګل شوه.

امریکا ټینګار کړی چې دا پيسې نه ازادوي خو له افغانانو سره به بشري مرستو ته دوام ورکړي.