اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه پیل شوه

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په اسلام اباد کې،۱۸ دسمبر ۲۰۲۱

د افغانستان د روان بشري ناورین په خاطر د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو فوق العاده غونډه په اسلام اباد کې پيل شوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د غونډې په پرانیستونکې وینا کې وویل: "د افغانانو لپاره د دې غونډې اهمیت تر یوې سمبولیکې ناستې ډېر زیات دی دا هغوی ته د بقا یوه موضوع ده. دم ګړۍ د افغانستان نیمايي نفوس ۲۲ میلیونه او اته لکه اوسیدونکي چې د ملګرو ملتونو د دوه پر درېیمې برخې هېوادونو له نفوسو زیات دی د خوړو موادو له کمښت سره مخ دي."

دا ناسته د سعودي عربستان په نوښت او د پاکستان په کوربه توب د اسلامي همکاریو د ټولو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون جوړه شوې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټامس وېسټ او ګڼ نور لویدیځ ډپلوماټان او سفیران هم دې ناسته کې حضور لري.