په افغانستان کې په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر دیني عالمانو بریدونه زیات شوي دي.
نن شنبه سهار (د لېندۍ ۲۷مه) د کابل د ۱۷مې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل په سیمه کې ناپېژانده وسلهوالو د مولوي بسمالله شاکر په نوم دیني عالم او استاد په نښه کړی.
ښاغلی شاکر د کابل په دارالعلوم کې د عربي ډپارټمنټ امر هم و.
سیمه کې سرچینې وايي، هغه نن سهار هغه مهال چې سهار لمانځه ته پر لار و، په ډزو ویشتل شوی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پېښه تاییدوي او وايي، امنیتي ځواکونه یې قضیه پلټي او هڅه کوي چې د پېښې عاملان ونیسي.
د جمعې په سهار هم په کابل کې کې دیني عالم او د عبدالرحمان جومات خطیب عبدالسلام عابد په موټر چاودنه وشوه چې په کې هغه او څلور ملګري یې ټپیان شول.
په دې اړه نور: کابل کې پر یو دیني عالم چاودنې لږ تر لږه څلور تنه ټپیان کړلدې بریدونو دیني عالمان او خلک اندېښمن کړي، خو طالب چارواکي ډاډ ورکوي چې مخه یې نیسي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال عاقل جان عزام ازادي راډیو ته وویل، دې ډول بریدونو خواشیني کړي او ژر به یې عاملان ونیول شي: "د هېواد د سوکالۍ او دښمنانو له لوري په دیني عالمانو او پوهانو بریدونو اسلامي امارت خواشینی کړی. یاد بریدونه په کلکو ټکو غندوو. د علماوو د خوندیتوب لپاره اسلامي امارت کوټلي ګامونه پورته کړي. پوره هڅه به وکړو چې د دې ډول پېښو د بیا پېښېدو مخنیوی وکړو او هم د دې دواړو پېښو عاملان د قانون منګلو ته وسپارو."
د امنیتي چارو کارپوهان وايي، هیله دا وه چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته به، هدفي وژنې او جنايي جرمونه پای ته ورسېږي، خو لا هم دا پېښې دوام لري.
دوی وايي، د ناپېژانده وسلهوالو دا ډول بریدونه او هدفي وژنې به د طالبانو د ټولیز امنیت دعوه تر پوښتنې لاندې راولي.
شنونکي عبدالباري عارض ازادي راډیو ته وویل، د خلکو هیله دا ده چې طالبان یې هر اړخیز امنیت وساتي: "په اصل کې خو افغانستان دا شل کاله د ترهګریزو حملو قربانی دی، مګر د طالبانو له راتګ وروسته، د خلکو هیله دا وه چې جګړه باید صفر ته ورسېږي او دا ترهګریزې پېښې پای ته ورسېږي، خو له بده مرغه دا ډول پېښې کېږي چې ترهګریزو ډلو ته منسوبېږي."
د دیني عالمانو په ګډون، د پخوانیو نظامي افسرانو، سرتېرو او ترخوا یې د قومي مخورو ترور، هغه څه دي چې د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو اندېښنه یې هم را پورته کړې ده.
دا پېښې ورځ تر بله مخ په ډېرېدو دي، تېره پنجشنبه د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د یوه دیني عالم په کور برید وشو چې په کې درې تنه ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.
په دې اړه نور: ننګرهار کې ۳ تنه وژل شوي؛ طالبان: په تړاو یې څو تنه نیول شويله دې وړاندې د تېرې شنبې په شپه د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې هم درې قومي مخور په ډزو ویشتل شوي وو او بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي وو.
د مخکني جمهوري نظام پرمهال د دا ډول پېښو مسوول طالبان بلل کېدل، خو اوس چې طالبان واکمن دي، د هدفي وژنو لړۍ که څه هم د تل په څېر روانه ده، خو مسوولیت یې څوک نه مني او طالبان یې بیا د خپلمنځي شخړو پایله بولي.